د جګړو لېکو ته د خوشي شویو طالب وسله والو ګرځېدل د سولې بهیر زیانمنوي

د جګړو لېکو ته د خوشي شویو طالب وسله والو ګرځېدل د سولې بهیر زیانمنوي

د چارو یو شمېر شنونکي وايي، د وسله والو طالبانو کړنې ښيي، چې سولې ته ژمن نه دي او په جګړه کې خپله بقا ویني.

دوی وايي، که وسله وال طالبان په رښتیني ډول د سولې په خبرو باور درلودلی، د څلورنیمو زرو طالب بندیانو د خوشي کیدا څخه وروسته به د دوی په چال چلند کې بدلون راغلي وای.

د راپورونو له مخې بدخشان ولایت کې درې تنه هغه وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال نیول شوي دي، چې څو ورځې وړاندي د بګرام زندان څخه خوشي شوي و.

د نظامي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي، د وسله والو طالبانو له کړنو ښکاري، چې جنګي ډلې باندي د قطر سیاسي دفتر هېڅ تسلط نه لري او دا چاره راتلونکې لپاره ډېره خطرناکه ده. 

نوموړی زیاتوي، د سولې خبرو په درشل کې د تاوتریخوالي کچه تر بل هر وخته پورته کول د سولې خلاف کړنه ده.

د چارو کارپوهانو په اند وسله والو طالبانو په ځلونو دا ژمنه او خبره کړې، چې د دوی خوشي کیدونکي جنګیالي به بېرته د جګړو میدانونو د چارو کارپوه نصرت نصرت وايي، له ژمنو او تعهداتو وروسته د خوشي کیدونکو وسله والو طالبانو بېرته جګړو ته تلل د ټولو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندي هم یو شمېر شنونکو د جګړو لیکو ته د طالب وسله والو د احتمالي تګ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

  • 30 چنګاښ 1399